د ترکیې د ولسمشر د دوه ورځني رسمي سفر په لړ کې ریاض ته، د سعودي عربستان او ترکیې دوه اړخیزه غونډه د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په حضور کې د الیمامه ماڼۍ کې ترسره شوه. د رسمي بیانونو له مخې، دواړو لورو هوکړه وکړه، چې دوه اړخیزې اړیکې لوړې کچې ته ورسوي او د فلسطین د دوامدارې سولې د تامین لپاره یې په ګډو هڅو ټینګار وکړ. همدا راز، په یمن، سوریه او سومالیا کې د ثبات ملاتړ او د دغو هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه یادې شوې دي. د ترکیې د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی، چې اردوغان په دې لیدنه کې د نوې کیدونکې انرژۍ او دفاعي صنعتونو په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې انقره به له ریاض سره په همغږۍ د سوریې د بیا رغونې لپاره هڅې وکړي. د دې غونډې په پای کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو څلور هوکړهلیکونه لاسلیک شول. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې، چې په وروستیو کلونو کې د ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې شوې او د سوریې بیارغونه او د انرژۍ او دفاع په برخو کې همکاري د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو خبرو اصلي محورونه بلل کېږي.



