چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د سرطاني ناروغانو ملاتړ ته دوام ورکوي

د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو،ایچ، او) د افغانستان څانګې د «سرطان نړیوالې ورځې» په مناسبت خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د سرطان پر ناروغۍ د اخته کسانو ملاتړ ته به دوام ورکړي. یاد بنسټ پر اېکس پاڼه په یوه پیغام کې ویلي، چې د سرطان د مخنیوي لپاره هر کوچنی ګام هم د ژوند ژغورلو ارزښت لري. د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، چې د دې بنسټ تمرکز د سرطان پر وختي تشخیص، د عامه پوهاوي زیاتولو، اغېزمنې درملنې او له ناروغانو سره د مهربانه پاملرنې پر وړاندې کولو دی. بل‌خوا دغه بنسټ ویلي، چې په ۲۰۲۲کال کې د سرطان نږدې ۴۰سلنه پېښې چې شاوخوا اووه میلیونه او سل زره کسان یې اغېزمن کړي وو، له هغو عواملو سره تړاو لري، چې د مخنیوي وړ دي. د ياد سازمان پر وینا، د تمباکو پرېښودل، سالمه تغذیه، منظم فزیکي فعالیت، د پاکې انرژۍ کارول او د واکسین ترلاسه کول، کولی شي د سرطان د اخته‌کېدو خطر را کم کړي. د یادونې وړ ده، چې د فبرورۍ څلورمه نېټه په ۲۰۰۰کال کې د سرطان د نړیوالې ټولنې له‌خوا د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي لوړولو او د مخنیوي د هڅونې په موخه د «سرطان نړیواله ورځ» ونومول شوه.

- Advertisment -spot_img