چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان د ښځو د همت غورځنګ:

افغان ښځې سرکوبېږي، خو مقاومت یې دوام لري د افغانستان د ښځو د همت غورځنګ بغلان ولایت کې د یوې تمثيلي اعتراضیه نندارې په ترڅ کې د طالبانو د محاکمو د جزايي اصول‌نامې د ٣٤ مادې په اړه خپله اندېښنه او اعتراض څرګند کړ. د یاد غورځنګ د مسئو لینو په وینا، د طالبانو د جزايي اصولنامې ٣٤ مه ماده د ښځو پر وړاندې د تبعیض او نابرابرۍ یوه روښانه بیلګه ده، چې د منځنۍ او ټیټې طبقې ښځې په سیسټماتیک ډول هدف ګرځوي. د تمثيلي نندارې یوه برخه کې ښځه د کورني تاوتریخوالي له امله د خپل پلار کور ته پناه وړې، خو د طالبانو له خوا په ظالمانه ډول نیول شوې او په درې میاشتې بند محکومه شوې ده. د یاد غورځنګ په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ماده نه یوازې د اسلامي عدالت او انساني اخلاقو سره په ټکر کې ده، بلکې قانون د ښځو د سرکوبۍ د وسیلې په توګه کارول کېږي. د غورځنګ مسئولینو نړیواله ټولنې او ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړی، چې د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره باید جدي اقدام وکړي. په اعلامیه کې ویل شوي: افغان ښځې هر څومره چې سرکوبېږي، لا زیات مقاومت کوي. ښځې به د خپلو حقونو او آزادۍ لپاره غږ پورته کړي او تسلیمېږي نه. د خواخوږۍ تکراري پیغامونه، بې‌اغېز بیانیې او فریبکاره وعدې نورې نه شي منل کېدای. او نه به په نړیوالو کنفرانسونو کې د کاغذ پر مخ د خواخوږۍ څرګندونې او په عمل کې د دوی چوپتیا د ښځو اوښکې وچې او له دغسې دوامدارې نابرابرۍ او له تعصب ډکو چلندونو څخه وژغورل شي.

- Advertisment -spot_img