چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بلوچستان کې د ماشومانو په قربانۍ د يونیسف ژوره اندېښنه

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ سازمان (یونیسف) خبر ورکړی، چې د بلوچستان په وروستیو بریدونو کې ځینو ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې او ياد بنسټ له همدې امله اندېښمن دی. یونیسف راپور ورکړی چې په دې سیمه کې د تاوتریخوالي ډېرېدو د خلکو ترمنځ پراخه وېره خپره کړې او ماشومانو او کورنیو ډېر زیان ګاللی دی. نوموړي بنسټ د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې هغوی د دغو بریدونو تر سخت اغېز لاندې راغلې دي. د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ټينګار کړی، چې ماشومان دې نه په نښه کېږي او نه دې د جګړې او تاوتریخوالي قرباني کېږي او له هغوی دې د ملي او نړیوالو قوانینو له مخې ساتنه وشي.

- Advertisment -spot_img