چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

برازیل کې د ترافيکي پېښې له امله دری ورځې ملي ماتم اعلان شوی

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د برازیل په شمال ختیځ کې له مذهبي جشن څخه د راستنېدو په حال کې یوه بس له سړک څخه وتلی او اور یې اخیستی دی. د الجزیرې پر وینا، په دې مرګونې پېښه کې د څلورو ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۶ کسان مړه شول، په داسې حال کې چې څو نور د سختو ټپونو سره روغتون ته لېږدول شوي دي. د القواس ایالت د هوايي چلند د څانګې ریس ډګروال اندرې مادیرو پر وینا، چې د ژغورنې په عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه، ځینې مسافر د ټکر له امله له موټر څخه را اېستل شوي او نور د بس لاندې بند پاتې دي. د ېیښې له ځای څخه انځورونه ښیي، چې بس په بشپړ ډول ویجاړ شوی او ټپي شوي مسافر د یو سخت ټپي ماشوم په ګډون د طبي پاملرنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي. د القواس ایالت والي پاولو ډانتاس د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او په ایالت کې یې د درېیو ورځو ملي ماتم اعلان کړ. ویل کېږي چې بس د سیارا ایالت کې د “د کینډیلاریا میرمن” فستیوال څخه راستنېدل، کوم چې هر کال د فبرورۍ په ۲مه زرګونه زیارت کوونکي راجلبوي. تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی مالوم شوی، خو په دې اړه جدي څېړنې روانې دي.

- Advertisment -spot_img