د اسټرالیا حکومت د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په توګه ۵۰ میلیونه امریکایي ډالر نوره مرسته هم اعلان کړه. له دې تازه اعلان سره، په ۲۰۲۱ کال کې د کابل له سقوط راوروسته د افغانستان خلکو ته د استرالیا د ټولو بشري مرستو ټولیزه اندازه ۳۱۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ ویلي، د افغانستان خلک په نړۍ کې تر ټولو له اوږده او سخت بشري کړکېچ سره مخامخ دي. هغې ویلي:«په افغانستان کې وضعیت ډېر خراب دی. د اسټرالیا حکومت د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو ملاتړ ته.» هغې زیاته کړه: «د اسټرالیا بشري مرستې به د ژوند ژغورلو، د خلکو د کړاو کمولو او د افغانستان د روان بحران له امله د اغېزمنو ټولنو د بنسټیزو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.» د اسټرالیا بشري مرستې تر ډېره پر ښځو او نجونو متمرکزې دي، چې په کې د خوړو خوندیتوب، روغتیايي خدمتونه او د انساني کرامت، خوندیتوب او حقونو ساتنه لومړیتوب لري. اسټرالیا له خپلو باوري شریکانو او ملګرو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له ادارو سره کار کوي، تر څو ډاډ ترلاسه شي، چې مرستې اړمنو خلکو ته رسېږي، نه د طالبانو حکومت ته. دا مرستې به د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) او د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (OCHA) د افغانستان د بشري مرستو صندوق له لارې ووېشل شي. د اسټرالیا د نړیوالو پراختیایي چارو وزیرې این الې ویلي:«دا بودجه به په افغانستان کې د بېړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو او له زیانګالو خلکو سره مرسته وکړي.» هغې زیاته کړه:«د دې مرستو له لارې، موږ له خپلو باوري شریکانو سره کار ته دوام ورکوو تر څو مرسته په خوندي او شفاف ډول هغو کسانو ته ورسېږي، چې تر ټولو ډېره ورته اړتیا لري.» د ملګروملتو په وینا، دا مهال نژدې ۲۲ میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه، لکه د کار، روغتیايي خدمتونو، زدهکړو او عامه ژوند ته د لاسرسي مخنیوی، د دې سبب شوي، چې ښځې او نجونې تر نورو ډېرې زیانمنې شي.



