پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عادله راز د ملګرو ملتونو د مشورتي کمېټې غړې ټاکل شوې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ سفیره عادله راز د دغه سازمان د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش له‌خوا د څو‌ اړخیز زیانګالي شاخص (MVI) د خپلواکې مشورتي کمېټې د کارپوهانو د غړې په توګه د ۲۰۲۶ تر ۲۰۳۰ کلونو پورې وټاکل شوه. ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کمېټه د څو‌ اړخیز زیانګالي شاخص د پیاوړتیا او د پرمختیايي هېوادونو د جوړښتي زیان‌منونکو په اړه د شواهدو پر بنسټ د ارزونو د وړاندې کولو په موخه رامنځته شوې ده. د یادې اعلامیې له مخې، د کمېټې غړي به په خپلواکه توګه د دغه شاخص په درې‌کلنه ارزونه کې مهم رول ولوبوي، د هېوادونو د پرمختګ څارنه به کوي او د پالیسۍ اړوند وړاندیزونه به وړاندې کوي. دغه مشورتي کمېټه له بېلابېلو هېوادونو څخه د ۱۵ کارپوهانو څخه جوړه ده، چې د اقتصادي، ټولنیز پرمختګ، چاپېریال ساتنې د پیاوړتیا په برخو کې ځانګړی رول لري. همداراز د دولتي بنسټونو، مدني ټولنې او پوهنتونونو استازي هم د دې کمېټې په اډانه کې شامل دي. ټاکل شوې، چې د ځو اړخیز زیانګالي شاخص مشورتي کمېټه خپله لومړنۍ غونډه په ۲۰۲۶ کال کې ترسره کړي او د دغه شاخص به د لومړنۍ درې‌کلنې ارزونې لپاره د چمتووالي بهیر په ۲۰۲۸ کال کې پيل کړي.

- Advertisment -spot_img