پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو کابل کې د «نیمه شعبان» پر مذهبي مراسمو محدودیت لګولی

د کابل په لوېدیځ کې ځایي سرچینو خبر ورکړی، چې طالبانو د «نیمه شعبان» په مناسبت مراسمو د بيرغونو او مذهبي شعارونو د لګولو مخه نیولې ده. سرچینو ویلي، چې طالبانو په بازارونو، جوماتونو او د کورونو په شاوخوا کې ځړول شوي بيرغونه په «زور» ښکته کړي دي. د سرچینو په خبره، دغو محدودیتونو د «نیمه شعبان» مراسمو د ترسراوي مخه نیولې او خلک نه دي توانېدلي، چې خپل مذهبي مراسم ترسره کړي. د طالبانو له واکمنېدو مخکې، شیعه‌ګانو د نیمه شعبان مراسم، چې په افغانستان کې د برات په نوم هم پېژندل کېږي، په پراخه توګه نمانځل. طالبانو له دې وړاندې هم په افغانستان کې پر ځينو مذهبي مراسمو لکه عاشورا پراخ محدودیتونه لګولي دي.

- Advertisment -spot_img