پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران له امریکا سره د ترکیې په کوربتوب اټومي مذاکرات پيلوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې ټاکل شوې ایران او امریکا د روانې جمعې پر ورځ په ترکیې کې اټومي خبرې اترې پیل کړي، ترڅو د ترینګلتیاوو کچه راکمه او ډيپلوماسۍ ته لار هواره کړي. د راپور پر وینا د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي او د امریکا ځانګړی استازی سټيو ویټکاف به په استانبول کې وګوري. راپور کاږي، په دې کتنه کې به د عربستان، مصر، قطر او اماراتو استازي هم وي او دوه اړخیزې، درې اړخیزې او څو اړخیزې خبرې اترې به ترسره شي. دا مذاکرات داسې مهال کېږي، چې په ایران کې د وروستیو اعتراضونو تر ځپلو وروسته، امریکا ایران ته نږدې خپل پوځي حضور پراخ کړی دی. د رویټرز پر وینا؛ امریکا د خبرو اترو د بیا پیل لپاره درې شرطونه ایښي: په ایران کې د یورانیمو د غني‌کولو درول، د تهران د توغندیز پروګرام محدودول او په سیمه کې له نیابتي ډلو د ایران د ملاتړ پای ته رسول شامل دي. ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي: «موږ کولی شو یوې عادلانه او منصفانه هوکړې ته ورسېږو څو د اټومي وسلو د نه لرلو تضمین وکړو او دا پایله د دواړو اړخونو لپاره ان په لنډ وخت کې هم ترلاسه کېدونکې ده.»

- Advertisment -spot_img