د طالبانو د مالیې وزارت د بودجې د کمښت له امله د ۱۴۰۴ مالي کال له وخته مخکې پای ته رسولی او نوی مالي کال (۱۴۰۵) یې د کب له لومړۍ نېټې څخه پيل کړی دی. تردې وړاندې ټاکل شوې وه چې د ۱۴۰۴ مالي کال د کب تر پایه دوام ولري او نوی مالي کال د وري له لومړۍ نېټې څخه پيل شي، خو یوې باخبره سرچینې ویلي، چې د عوایدو په پرتله د لګښتونو زیاتوالی او د مرغومي او سلواغې د میاشتو د معاشونو د ورکړې لپاره د بودجې کمښت د دې بدلون لامل شوی دی. د دې پرېکړې له مخې، د دولتي کارکوونکو د مرغومي او سلواغې میاشتو معاشونه به د نوي مالي کال له بودجې څخه ورکول کېږي. همدارنګه، د ۱۴۰۶ مالي کال به د ۱۴۰۵ کال د سلواغې له لومړۍ نېټې پيل شي. د پخواني حکومت پر مهال، مالي کال د مرغومي له میاشتې پیلېده او بودجه به د پارلمان له تصویب وروسته د ولسمشر له لوري تائیدېدله. خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته، مالي کال د وري له لومړۍ نېټې پیلېږي او بودجه د تائید لپاره نېغ په نېغه د هبةالله اخندزاده دفتر ته لېږل کېږي. طالبانو په وروستیو کلونو کې د عوایدو او د بودجې د لګښت څرنګوالي په اړه کره او شفاف معلومات نه دي خپاره کړي، اداري تشکیلات یې محدود کړي او د ټیټې کچې کارکوونکو معاشونه یې کم کړي دي. همدارنګه، په ځینو میاشتو کې د کارکوونکو د معاشونو ورکړه له ځنډ سره مخ شوې ده. همدا لاملونه دي، چې د دولتي کارکوونکو ورځنۍ چارې يې ټکنۍ کړې او له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.



