پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

رودریګز: ملګري ملتونه د افغانستان له اقتصادي ودې ملاتړ کوي

  په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي سټيفن رودریګز «د نشه‌يي توکو کارولو د ارزونې راپور» وړاندې کولو پر مهال د هېواد د اقتصادي ودې پر ارزښت ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو ملاتړ اړین دی. رودریګز ویلي چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د کاري بوختیاوو په رامنځته کولو، خصوصي برخې د پیاوړتیا او زېربناوو د ښه کولو له لارې د افغانستان له اقتصاده ملاتړ کوي. نوموړي زیاته کړې، چې مالي او انرژۍ سرچینو ته لاسرسی هم د ملګرو ملتونو د هغو پروګرامونو برخه ده، چې د افغانستان له اقتصادي بیارغونې سره مرسته کوي. «د نشه‌يي توکو کارولو د ارزونې راپور»  کې راغلي، چې د ښځو تر منځ د نشه‌یي توکو کارونه اندېښمنوونکې ده او د معلوماتو د کمښت له امله د کره شمېرو راټولول ستونزمن دي. ملګرو ملتونو ویلي، چې د نشه‌يي توکو کارول په پراخه کچه له ټولنیزو او اقتصادي فشارونو سره تړاو لري. په راپور کې راغلي: «بېوزلي، بې‌کارۍ او روغتیایي ستونزې هم د نشه‌یي توکو د کارولو لامل کېږي او هم تړلتیا ورته زیاتوي، په داسې حال کې، چې د نشه‌یي توکو د کارولو مالي لګښتونه پر کورنیو اضافي فشار رامنځته کوي.»

- Advertisment -spot_img