د ملګرو ملتونو د ښوونې، ساینس او کلتور سازمان (یونیسکو) ویلي، چې سمندرونه د ځمکې پر مخ د ژوند لپاره بنسټیز ارزښت لري، خو دا مهال د اقلیمي بدلون له امله له جدي ګواښونو سره مخ دي. د یونیسکو د راپور له مخې، سمندرونه د ځمکې ۷۰ سلنه سطحه پوښي او هر کال د انسانانو شاوخوا ۲۳ سلنه کاربن ډایاکسایډ جذبوي. راپور کاږي، د اوبو د تودوخې زیاتوالی، د سمندرونو تیزابي کېدل او د سمندري ایکوسیستمونو زیانمنېدل د اقلیمي بدلون هغه اغېزې دي، چې د سمندر راتلونکی یې له خطر سره مخ کړی دی. یاد سازمان د همدې ستونزو د حل لپاره د “سمندري ساینس د دوامدار پرمختګ نړیواله لسیزه (۲۰۳۰–۲۰۲۱)” رهبري کوي. دا لس کلن نړیوال نوښت موخه لري، چې د سمندر په اړه علمي پوهه پیاوړې کړي او د ۲۰۳۰م کال د اجنډا موخو د پلي کېدو لپاره علمي حللارې برابرې کړي. یونیسکو همدارنګه د اوبو لاندې فرهنګي میراث د ساتنې لپاره هڅې کوي، چې د نړۍ سمندرونه د بشري تاریخ تر ټولو لوی موزیم بلل کېږي او د سمندري پروګرام تر چتر لاندې ۵۱ مهمې سمندري خوندي سیمې ثبت شوې دي. د ۲۰۰۴ کال د هند سمندر سونامي، چې له ۲۲۷ زرو څخه زیات کسان یې ووژل، د نړۍ لپاره یو جدي خبرداری و. یونیسکو ويلي، له هغه وروسته یې د سونامي د پېژندنې او وختي خبرتیا په سیستمونو کې مهم پرمختګونه کړي، چې موخه یې د ساحلي سیمو د اوسېدونکو ژوند ژغورل دي. د یونیسکو د شمېرو له مخې، تر ۲۰۳۰ کال پورې د سمندري اقتصاد اټکلي ارزښت درې ټریلیونه ډالرو ته رسېږي، دا مهال ۱۹۳ زره سمندري ژوي ثبت شوي او هره ورځ د ۸۴ هېوادونو له خوا تر ۱۰۰ زره زیات د سمندر څارنیز معلومات راټولېږي. یونیسکو ټینګار کوي، چې د سالم سمندر پرته دوامداره پرمختګ ناشونی دی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې، چې د سمندر د ساتنې لپاره ګډ او عملي ګامونه پورته کړي.



