پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغان ښځو همت غورځنګ: طالبان دې د جزا طبقاتي حکم لغوه کړي

د افغان ښځو همت غورځنک د طالبانو له لوري د جزا د وروستي توشیح شوي حکم غندنه کړې او هغه یې له بشري حقونو، اسلامي عدالت، انساني کرامت او د نړیوالو بنسټونو او معیارونو خلاف کړنه بللې ده. دغه غورځنګ دا پرېکړه د ښځو پر وړاندې سیسټماټیک تبعیض بللی او دا یې د مذهبي، لږکیو، غیر طالب هېوادوالو او انساني ازادۍ پر وړاندې ښکاره سرغړونه بللې ده. د دغه غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، چې دا سند د جرم پر بنسټ نه، بلکې د خلکو د ټولنیز ځای ځایګي پام کې نیولو سره رامنځ‌ته شوی، چې د انساني او نړیوالو اصولو په زیان دی. د اعلامیې په وینا، دغه اصول‌نامه د ښځو، مذهبي اقلیتونو او غیر طالب اتباعو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض رسمي کوي، اساسي انساني ازادۍ محدودوي او د قانون پر وړاندې د برابرۍ اصل په عملي توګه له منځه وړي. په دې سند کې د سزا د ډول او شدت ټاکنه د جرم پر اساس نه، بلکې د ټولنیز مقام او جنسیت پر اساس کېږي، چې عدالت له یوه عام اصل څخه د طبقاتي امتیاز په شکل بدلوي. دغه غورځنګ د اسلام له اړخه د ځینو هغه قراني آیة یادونه هم کړې، چې یو بل يې له برترۍ منع کړي دي. په دغه اعلامیه کې د ځینو هغو نړیوالو اصولو یادونه هم شوې، چې د بشري او نړیوالو اصولو له مخې، تبعیصي چال چلند یې منع کړی دی. د افغان ښځو همت غورځنګ د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري د جزا دغه طباقي پرېکړه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې د انساني او بشري حقونو خلاف بللې او د طالبانو له لوري یې د دغې پرېکړې د ژر لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. همدا راز ياد غورځنګ له نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو او هوښیارو وګړو غوښتنه کړې، چې د دې جوړښتي تبعیض او ناعادلانه کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي او د افغانستان د ښځو د کرامت او عدالت د دفاع لپاره خپل عملي او بېړني مسئولیتونه ترسره کړي.

- Advertisment -spot_img