پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بلوچستان کې تر نامعلومې مودې د رېلګاډو تګ راتګ ځنډول شوی

په بلوچستان صوبه کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له امله له کوټې څخه د پاکستان ټولو سیمو او همدا راز په بلوچستان کې دننه د ریلګاډو تګ راتګ تر نامعلومې مودې پورې ځنډول شوی دی. د پاکستان د رېللارو (رېلوې) د ادارې چارواکو ویلي، چې دا ګام د ولس د سر او مال د ساتنې لپاره ضروري دی. له کوټې څخه پنجاب ته تلونکې جعفر ایکسپریس، کراچۍ ته تلونکې بولان مېل سروس او له کوټې څخه چمن ته تلونکې چمن پسنجر رېلګاډي معطل شوي دي. همدا راز له پېښوره کوټې ته روان جعفر ایکسپریس په جېکب آباد کې ودرول شو. د رېللارو ادارې ویلي، چې د ریلګاډو د درولو له امله اغېزمنو مسافرو ته به د هغوی د ټکټ بشپړه بیه بېرته ورکړل شي. په بلوجستان کې له تېرو څو کلونو راهیسي امنیتي وضعیت له کنټروله وتلی او په ځلونو پر ریګاډو بریدونه شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ او رسنۍ ادعا کوي، چې د جنورۍ په ۲۹مه، امنیتي ځواکونو د بلوچستان په هرنايي سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۳۰ او په پنجګور کې ۱۱ وسله وال مخالفین وژلي دي. امنیتي ادارو له ولس څخه غوښتنه کړې، چې د امنیتي وضعیت په اړه بېړنیو لارښوونو ته پام وکړي. تر اوسه د پاکستان د پوځ ادعاوې خپلواکو سرچینو او د بلوچستان ازادي غوښتونکو ډلو نه دي تائید کړې.

- Advertisment -spot_img