متحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار د ساختماني سکټور په برخه کې یو بل انقلابي ګام پورته کړی او د کورونو د جوړولو لپاره یې نوې روباټ ټکنالوژي معرفي کړې ده. د دوبۍ ښاروالۍ پر وینا، په ښار کې به د نړۍ لومړنی داسې استوګنه ویلا ودانه شي، چې په بشپړه توګه به د روباټ سیستم له لارې جوړېږي. د دې هدف لپاره ځانګړي جوړ شوي روباټونه به د ودانولو بېلابېل پړاوونه، د جوړښت (چوکاټ) چمتو کول او نور بنسټیز کارونه، په بشپړ ډول په اتومات ډول ترسره کوي. د انټرسټنګ انجینیرینګ د راپور له مخې، چارواکي وایي، دا پروژه به په تعمیراتي سکټور کې د نوې ټکنالوژۍ د اغېزمن استعمال یو عملي مثال وي. په دې پروژه کې تر ۲۵ زیات کورني او نړیوال بنسټونه شامل دي، چې د خپلې تجربې او پرمختللې ټکنالوژۍ له لارې به د دې پروژې په بریالیتوب کې ونډه واخلي. د دې پروژې اساسي موخه دا ده، چې د ودانولو بهیر لا چټک، خوندي او اغېزمن شي او دا هم وڅېړل شي، چې روباټونه تر کومه بریده د ورځنیو ساختماني فعالیتونو په ترسره کولو کې بریالي کېدای شي. چارواکي زیاتوي، چې که دا تجربه بریالۍ شي، نو په راتلونکي کې به دوبۍ او نور هېوادونه د استوګنو او سوداګریزو ودانیو د جوړولو لپاره روباټ ټکنالوژي په پراخه کچه وکاروي، چې دا به د ودانولو نړۍ ته نوې لار او نوی لوری ورکړي.



