د ایندپندنت د راپور له مخې، د ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا څانګې ډیپمایند د الفاجینوم«AlphaGenome» په نوم د مصنوعي ځیرکتیا یو نوی سیسټم معرفي کړی او ادعا کوي، چې دا کولی شي د ډيایناې (DNA) د بدلونونو وړاندوینه وکړي، چې له امله یې د طبي موندنو په برخه کې بنسټیز بدلون رامنځته کېدای شي. دا ټکنالوژي همدا راز له ځانګړو ناروغیو سره د تړلو جینونو د پېژندلو او د نادرو ناروغیو د رامنځته کېدو د لاملونو د موندلو امکان هم برابروي. د تېر کال د جون له میاشتې راهیسې، چې دا سیستم فعال شوی، د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه زرګونو څېړونکو له الفا جینوم څخه د عصبي تخریبي ناروغیو، ساري ناروغیو او سرطان په اړه د څېړنو لپاره ګټه اخیستې ده. دا ماډل وړاندوینه کوي، چې څنګه د ډياېناې بدلونونه یا واریانتونه د جینونو د تنظیم اړوند پر بېلابېلو بیولوژیکي بهیرونو اغېز کوي. دا وړتیا څېړونکو ته د ناروغیو د دقیقو لاملونو په تشخیص، د جینیټیکي ازموینو په ښه کولو او د نوو درملو د پراختیا په چټکتیا کې ستره مرسته کوي. همدارنګه اټکل کېږي، چې دا مصنوعي ځیرکتیا به د انسان د جینوم په اړه د څېړونکو پوهه لا پراخه کړي. الفاجینوم د انسان او موږک د جینومونو په کارولو روزل شوی دی. د دې سیسټم جوړوونکو په یوه څېړنه کې ویلي، چې دا پروګرام کولی شي په یو وخت کې د انسان د ۵۹۳۰ جینیټیکي سیګنالونو او یا د موږک د ۱۱۲۸ جینیټیکي سیګنالونو وړاندوینه وکړي. د دغو وړاندوینو پایلې په ۲۶ ارزونو کې په ۲۵ مواردو کې یا د پرمختللو موجودو ماډلونو له کړنو سره برابرې وې او یا یې تر هغو غوره پایلې لرلې.



