د بشري حقونو بنسټ رواداري ویلي، چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړي کال کې د هدفي بریدونو او چاودنو له امله دوه زره او ۹۳۲ کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي. دغه بنسټ په خپل یوه راپور کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۲ کال د اګست تر ۱۵مې پورې ارزولی دی. د دغه راپور له مخې، په هدفي بریدونو کې د پخواني حکومت ۲۱۰ کارکوونکي وژل شوي ، چې په هغوی کې قاضیان، مدافع وکیلان او مدني فعالان شامل دي. راپور کاږي، چې تر نیول کېدو وروسته ځينې کسان وژل شوي او مړي يې سیندونو ته غورځول شوي او د ځینو نورو جسدونه پر ونو کې په دار ځړول شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، طالبانو په دې موده کې د پخوانيو نظامیانو، خبریالانو او مدني فعالانو په ګډون ۹۱۶ کسان په خپلسري او ناقانونه توګه نیولي دي. په دې موده کې لږ تر لږه ۱۷ ښځې وژل شوې، نهه ښځې لادرکه شوې او ۷۳ نورې ښځې نیول شوې دي. راپور زیاتوي، چې د قومي او مذهبي لږکیو حقونه په جدي ډول تر پښو لاندې شوي او له دایکندي ولایت څخه تر ۸۰۰ ډېرې کورنۍ په جبري توګه کډه کولو ته اړې شوې دي. یاد بنسټ ټینګار کړی، چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو ترمنځ قضایي نظام ړنګ شوی، له دوو زرو ډېر قاضیان له دندو لېرې کړل شوي او په طالبانو پورې تړلي کسان يې پر ځای ګومارل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ په څلورو کلونو کې د بشري حقونو بنسټونو د بشري حقونو د لا پراخو سرغړونو په تړاو خبرداری ورکړی دی.



