د ګډو ګټو امنیتي تړون خبر ورکړی، د تاجکستان-افغانستان د پولي پر اوږدو د وسله والو نښتو د زیاتیدو له امله به د تاجيکستان سرحدي ځواکونه په پرمختللو تجهیزاتو او وسلو سمبال کړي. دا پرېکړه وروسته تر دې وشوه، چې د پنجشنبې په ورځ د تاجیکستان امنیتي ځواکونو د ختلان په ولایت کې د مخدره موادو له شکمنو قاچاق وړونکو سره نښته وکړه. د دې نښتې په ترڅ کې د تاجيکستان د سرچینو په وینا درې وسله وال وژل شوي او نور د افغانستان لور ته تښتېدلي دي. د ګډو ګټو د امنیتي تړون د مشر تالات بیګ مسادیکوف په وینا روسي رسنیو نن راپور ورکړی، چې تاجیکستان ته د وسلو د ورسپارلو لست چمتو کوي، خو تر اوسه دا موضوع نه ده روښانه شوې چې کله به دا وسلې تاجيکستان ته سپارل کیږي. روسیه، بلاروس، قزاقستان، قزغزستان او تاجيکستان د ګډو ګټو د امنیتي تړون غړي دي.



