د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون په لږ تر لږه دوولسو سیمو د حکومت مخالفو وسله والو نن همغږي عملیات ترسره کړل. یوه امنیتي مسئول چې نه یې غوښتل څیره یې ښکاره شي او نوم یې یاد شي فرانس پریس اژانس ته ویلي، چې د دې بریدونو پرمهال د پنځو ملکیانو په ګډون لږ تر لږه لس امنیتي سرتیرې وژل شوي او اته پنځوس مخالف وسله وال له منځه تللي دي. تر دې څرګندونو مخکې نن سهار له کوټې، پسني، مستونګ، نوشکي او ګوادر څخه د نښتو او چاودنو راپورونه خپاره شوي وو. بلوچ بیلتون غوښتونکو( بلوچ لیبریشن ارمي) ډلې د دې همغږو عملیاتو مسئولیت منلی دی.



