پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بريتانیا له چین څخه د ميليارډونو پونډو په ارزښت تړونونه ترلاسه کړي

د بریتانیا لومړي وزیر کي‌یر ستارمر ویلي، چې چین ته د هغه سفر د بریتانیا د خلکو لپاره عملي پایلې لري. نوموړي دا څرګندونې د شنبې په ورځ، جنوري ٣١مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلې دي. ستارمر لیکلي، چې د چین له لوري د بریتانیا لپاره د میلیاردونو پونډو په ارزښت د صادراتو او پانګونې تړونونه ترلاسه شوي دي. د هغه په وینا، په دغو تړونونو کې د بریتانیا د ویسکي صنعت لپاره مهم پرمختګ هم شامل دی، ځکه چین پر ویسکي لګول شوي تعرفې یې نیمایي ته راکمې کړې دي. د بریتانیا لومړي وزیر ټینګار کړی، چې دا پرمختګونه د لندن او بیجینګ ترمنځ د عمل‌ پر بنسټ او عملي نړیوال تعامل پایله ده او ښيي چې دا ډول اړیکې بریتانیا ته اقتصادي ګټه رسوي. ستارمر زیاته کړې، چې د چین سفر یې د همدې موخې لپاره و، تر څو په کور دننه د بریتانیا خلکو ته اقتصادي لاسته راوړنې برابرې کړي.

- Advertisment -spot_img