پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

استرالیا کې د افغانستان سفارت تړل کېږي

په استرالیا کې د افغانستان سفارت او د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت په ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په کنبرا کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه د ۲۰۲۶ کال د جون له ۳۰مې نېټې وروسته ځنډول کېږي. په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په استرالیا کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې په اسټرالیا کې د افغان ټولنې خدمت ته دوام ورکړی دی. اعلامیه کې زیاته شوې: «د روانو حالاتو په رڼا کې، د اسټرالیا د حکومت لخوا له هڅول شویو مشورو او د هغو محدودیتونو په شرایطو کې چې د سفارت له کنټروله بهر دي، د هغو اندېښنو په پام کې نیولو سره چې وضعیت نشي کولی په تلپاتې ډول دوام ومومي، موږ خبر ورکوو، چې د سفارت فعالیتونه به د ۲۰۲۶ کال د جون له ۳۰ وروسته وځنډول شي». په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د اسټرالیا حکومت د طالبانو لخوا د ټاکل شوي ډیپلومات، افتخاري قونسل یا بل استازی د منلو نیت نه لري. د راپورونو له مخې د جون له ۳۰مې نېټې وروسته به د اسټرالیا حکومت د کوربه هېواد په توګه د سفارت د احاطې، شته ملکیت او ارشیفونو ساتنه وکړي. د استرالیا حکومت د افغانستان له سفیر وحیدالله ویسي څخه د وقف شوي خدمت لپاره مننه کړې ده. په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت هم د اسټرالیا له حکومته “د بشري حقونو د سختو سرغړونو او د نړیوالو قوانینو” د نه مراعاتولو لپاره د طالبانو مسئول ګنلو، د افغانستان د خلکو له اصولي ملاتړ، بشري مرستو او له افغان استرالیايي ټولنې سره د ښکیلتیا لپاره مننه کړې ده. په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې استرالیا د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي او طالبان د افغانانو د مشروع استازو په توګه نه پېژني.

- Advertisment -spot_img