پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ګوتېرش: له طالبانو سره بشپړ پرېکون لا بد انتخاب دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتېرش، ویلي چې له طالبانو سره تعامل ښه انتخاب نه دی، خو له دې ډلې سره د اړیکو بشپړ پرېکون تر دې هم بد انتخاب دی. ښاغلي ګوترېش نیویارک کې یوې خبري غونډې ته ویلي چې له طالبانو سره تعامل په ځینو برخو کې «مثبت اغېز» لرلی دی. هغه له طالبانو سره د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې همکارۍ ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دې چارې «دا امکان برابر کړی، چې ښځې په افغانستان کې په څو برخو کې کار وکړي.» خو ګوترېش ومنله چې طالبان لا هم د ښځو د کار او زده‌کړې د بندیز له تګلارې شاته شوي نه دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د دې سازمان ښځینه کارکوونکو ته اشاره وکړه چې خپلو دفترونو ته د تګ اجازه نه لري، خو ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړل شوې چې ښځینه کارکوونکې په پرانیستو ساحو لکه ساحوي ماموریتونو کې وکاروي. ګوترېش ویلي، چې د طالبانو له لوري د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د دفترونو د کار مخنیوی «ډېر نهیلوونکی او د نه منلو دی.» د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن د قوس په میاشت کې په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې ملګري ملتونه ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري، ځکه چې افغان ښځو ته مرستې باید د ښځینه مرستندویانو له وسیاه ورسېږي. هغې ویلي، چې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو خپل کار له کوره او همدارنګه د ساحې په کچه روان ساتلی دی. هغې زیاته کړه: «یوازې د هغوی د حضور په ذریعه موږ کولی شو په خوندي ډول ښځو او نجونو ته لاسرسی ولرو او اړینې مرستې هغو کسانو ته ورسوو، چې تر ټولو ډېرې اړتیاوې لري. مرستې باید د ښځو له خوا، ښځو ته وړاندې شي.» تېره اوونۍ، د سرمنشي مرستیالې روزمري ډیکارلو کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره د ښځو د کار او زده‌کړې د بندیز د لېرې کولو په اړه خبرې وکړې، خو طالبانو د هغې غوښتنې ته مثبت ځواب ور نه کړ.

- Advertisment -spot_img