د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر مامورینو ترکاڼانو ته خبرداری ورکړی، چې نور صندلۍ جوړې نه کړي. دغه مامورینو ویلي، چې د صندلۍ کارول «ناجایز» دي، ځکه د هغې شاوخوا د نارینه او ښځینه ناستې کېدای شي له نامحرمو پښو سره تماس رامنځته کړي. د هرات د چارسوق ځینې ترکاڼان وايي چې د امر بالمعروف مامورینو یې کارځای ته راغلي او په جدي توګه یې ویلي چې مخکې جوړې شوې صندلۍ له منځه یوسي او نورې جوړې نه کړي. ډېر افغانان، په ځانګړې توګه بېوزله خلک، له پخوا راهیسې په ژمي کې د ځان تودولو لپاره صندلۍ کاروي. د بخارۍ او نورو تودوخیزو وسایلو ترڅنګ، صندلۍ د خلکو د ژمي د ورځني ژوند مهمه برخه ده. ځایي سرچینې راپور ورکوي چې د طالبانو مامورینو خلکو ته هم ویلي چې دغه لرګین صندلۍ باید پرېږدي څو ګناهکار نه شي.



