پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا طالبانو ته د مرستو د مخنیوي طرحه تصویب کړه

د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې هغه لایحه تصویب کړه، چې پر اساس یې په افغانستان کې طالبانو ته د امریکا د مرستو مخه نیول کېږي. د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، جیم رېش، په یوه بیان کې ویلي، چې د دې طرحې په تصویب سره به «د امریکايي مالیه ورکوونکو یو ډالر هم په افغانستان کې د طالبانو په ګډون تروریستي سازمانونو ته ونه رسېږي.» هغه وویل چې دا لایحه چې «ترهګرو ته د مالیه ورکوونکو د ډالرو نه‌رسول» نومېږي، له هغو تر ټولو څرګندو او وروستۍ طرحو څخه ده چې دې کمېټې په وروستیو کلونو کې څېړلې ده. د هغه په وینا، د دې طرحې نوم په خپله خپل هدف په زغرده بیانوي. رېش زیاته کړه چې د امریکا پوځي ځواکونه کلونه کلونه له طالبانو سره په جګړه کې ښکېل وو، چې په ترڅ کې یې له دوو زرو څخه زیات امریکایان وژل شوي او له ۲۰ زرو څخه ډېر ټپیان شوي دي. هغه ټینګار وکړ چې طالبانو ته د امریکايي مالیه ورکوونکو د هر ډول پیسو رسېدل «د امریکايي سرتېرو او د هغوی د کورنیو لپاره ښکاره سپکاوی» دی. د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر همداراز وویل چې نوموړي د رایې ورکولو د غونډې د جوړېدو لپاره میاشتې هڅې کړې او له سختو مذاکراتو وروسته، دا لایحه اوس د وروستي تصویب پر لور یو بل ګام نژدې شوې ده. یوه بل مخکښ سناتور، ټیم بورچټ، چې د دې طرحې له اصلي ملاتړو څخه دی، ویلي چې دا لایحه به ډېر ژر د رایې ورکولو لپاره د سناجرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي. خو د دې لایحې د تصویب لپاره جمهوري‌پال ګوند د دیموکرات سناتورانو رایو ته اړتیا لري. دیموکراتانو تر دې وړاندې افغانستان ته د مرستو د بشپړې بندېدو مخالفت کړی و، او دا لا روښانه نه ده، چې هغوی به په عمومي غونډه کې تر کومه بریده د جمهوري‌پالانو له دې طرحې ملاتړ وکړي.

- Advertisment -spot_img