پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ګوتېرش: د ملګرو ملتونو د منشور اصولو ته دې هېوادونه غاړه کېږدي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش ويلي، چې د ملګرو ملتونو د منشور اصول او موخې اختیاري نه دي او ټول هېوادونه دې غاړه ورته کېږدي. ګوتېرش په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې ټول هېوادونه دې ترینګلتیاوې په سوله ييزه توګه حل کړي، بشري حقونو او انساني کرامت ته دې درناوی او د نړیوالو قوانینو له مخې دې چلند وکړي. د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې، چې د ملتونو د برخلیک ټاکلو حق او د هېوادونو د حاکمیت برابرۍ په ګډون اصولو ته درناوی د نړیوال نظم بنسټیزه برخه ده. نوموړي له دې وړاندې هم ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو منشور د نړیوالو اړیکو، سولې، دوامدارې پراختیا او بشري حقونو بنسټ دی. هغه زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو منشور ته د هېوادونو بشپړ او رښتینی درناوی د نړیوالې سولې او امنیت د خوندیتوب لپاره اړین دی. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په نړۍ کې له نړیوالو قوانینو سرغړونې، جګړې او سیاسي ترینګلتیاوې زیاتې شوې او د ملګرو ملتونو د منشور او اغېز په اړه یې پوښتنې راپورته کړې دي.

- Advertisment -spot_img