د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران غوښتي، چې د اټومي وسلو په اړه خبرو ته غاړه کېږدي او که نو د ده په ټکو، «بل برید به تر پخوا خورا سخت وي.» رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې ایران دغه ګواښ ته په غبرګون کې ویلي چې که داسې وشي «بې ساری ځواب» به ورکړي. د راپور له مخې، ټرمپ ټينګار کړی، چې ایران دې «سملاسي د خبرو میز ته راشي او له اټومي وسلو پرته دې عادلانه تړون ومني. وخت په چټکۍ تېرېږي.» ټرمپ ویلي، چې ایران ته د ده وروستی خبرداری په جون میاشت کې له نظامي برید وروسته عملي شو، خو په وینا یې، «دا برید به ډېر سخت وي، بیا یې مه تکراروئ.» له دې وړاندې د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو، چې که ایران اړیکه ونیسي، واشنګټن تعامل ته تیار دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ایران دولتي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له قوله راپور ورکړی، چې په دې وروستیو کې یې د امریکا له ځانګړي استازي سټيو ویټکاف سره هېڅ اړیکه نه ده نیولې او نه یې د خبرو غوښتنه کړې ده.



