پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پوځي همکاریو په برخه کې له طالبانو سره د روسیې خبرې

د روسیې او طالبانو د دفاع وزارتونو مرستیالانو په مسکو کې د پوځي او امنیتي همکاریو او د هغې د پراختیا پر امکاناتو خبرې وکړې. د روسیې دفاع وزارت ویلي، چې د دې هېواد د دفاع وزارت مرستیال واسیلي اُسماکوف او د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتېژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید په مسکو کې سره لیدلي دي. د روسیې دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي: «په دې کتنه کې هغه برخې چې د دواړو لوریو لپاره اهمیت لري، او د پوځي همکاریو د پراختیا وضعیت او امکانات وڅېړل شول.» تاس خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت پر اساس ویلي، دواړه لوري په دې غونډه کې د ګډو ګټو برخو کې د پوځي همکاریو د اوسني وضعیت او د پراختیا د راتلونکو امکاناتو په اړه ږغېدلي دي. د روسیې انترفاکس خبري اژانس هم ویلي، چې د دې لیدنې اصلي موخه د پوځي همکاریو د پیاوړتیا د لارو چارو ارزول او د اړیکو د دوام لپاره د یوه منظم چوکاټ رامنځته کول وو. انټرفاکس د روسیې د دفاع وزارت د بیان پر اساس ویلي: «د دې لیدنې د پایلو پر بنسټ، دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د منظمې او سیستماتیکې پوځي همکارۍ د رامنځته کولو لپاره به په ګډه راتلونکي ګامونه اخلي.» په افغانستان کې لا هم ګڼ شمېر روسي وسلې پاتې دي چې ترمیم او پرزو ته اړتیا لري او ویل کېږي چې طالبان غواړي مسکو ورسره د دغو پوځي وسلو، وسایطو او څرخکو د ترمیم او ساتنې په برخه کې همکاري وکړي. روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.

- Advertisment -spot_img