د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر (سیګار) اعلان کړی، چې خپل کار به ژر پای ته ورسوي. د دې ادارې د پوسټ له مخې چې په ایکسپاڼه کې یې خپور کړی، سیګار له ۱۷ کلونو فعالیت وروسته د جنورۍ په ۳۱ مه خپل کار رسماً د تل لپاره پای ته رسوي. سیګار چې د «افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش دفتر» لنډیز دی، په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د کانګرس له خوا جوړ شو. د دې ادارې موخه په افغانستان کې د امریکا پر مرستو او لګښتونو څارنه وه. یادې ادارې په خپل پوسټ کې له ټولو هغو کسانو مننه کړې، چې له سیګار سره یې همکاري کړې یا یې د دې ادارې فعالیتونه تعقیب کړي او لیکلي یې دي، چې د جنورۍ ۳۱مه به یې وروستۍ کاري ورځ وي. تر دې وړاندې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي سرمفتش له کانګرس څخه غوښتي وو، چې د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو د کمېدو له امله دې د سیګار ماموریت په راتلونکي کال کې پای ته ورسول شي. همدا راز، سیګار په خپل وروستي راپور کې کانګرس ته وړاندیز کړی و، چې د دې ادارې فعالیت دې د ۲۰۲۵ کال په پای کې ختم شي او له ۲۰۲۶ مالي کال وروسته دې د افغانستان لپاره د امریکا پر مرستو د څارنې مسئولیت د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) ته وسپارل شي. سیګار په تېرو ۱۷ کلونو کې په ځلونو د افغانستان په پراختیایي پروژو کې د میلیاردونو ډالرو فساد، ناوړه استفادې او درغلیو راپورونه خپاره کړي دي. یادې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته هم د دې هېواد تر ټولو لوی تمویلوونکی پاتې شوې ده. د سیګار په وینا، امریکا یوازې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ۳.۸ میلیارد ډالره مرسته کړې ده.



