څو ورځو راهیسې د طالبانو اړوندو تبلیغاتي شبکو او یو شمېر ټولنیزو اکاونټونو داسې خبرونه خپاره کړي، چې ګواکې زلمي خلیلزاد ویلي، نړیوال به ډېر ژر طالبان په رسمیت وپېژني. زلمي خلیلزاد دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې دغه راپورونه “جعلي” دي. نوموړي د همدې اوازو په تړاو یوه طالب ته لیکلي، چې دا خبر ناسم او جعلي دی. په همدې تړاو د جمهوري نظام والي حلیم فدايي ویلي، طالبان د خلیلزاد له نوم او ادرس د سیاسي تبلیغاتو لپاره ګټه پورته کوي او د جعلي او اصلي اکاونټونو له لارې ناسم معلومات خپروي. فدايي زیاته کړې، چې دا ډول کړنې د یو نامسئوله حکومت نښه ده او په وینا یې طالبان نه یوازې په سیاست، بلکې په دین کې هم جعل کوي او د خلکو د تېر ایستلو هڅه کوي. د معلوماتو له مخې، طالبانو تر دې وړاندې او اوس هم د ګڼ شمېر مشهورو څېرو، سیاستوالو او حتی له ښځینه ادرسونو په استفادې هڅه کړې، چې د ځان او د دغې ډلې په ګټه تبلیغات خپاره کړي.



