اروپايي ټولنې تازه ومنله چې د ایران په یوشمېر چارواکو بندیزونه ولګوي. په دې وروستیو کې د یادې ټولنې د غړو هیوادونو سفیرانو موافقه کړې، چې د ایران پر یوشمیر چارواکو د وروستیو مظاهرو په ځپلو کې د ونډې له امله بندیزونه ولګوي. دغه لاریونونه چې د روانې جنورۍ میاشتې پیل کې ټول هیواد ته وغځېدل د حکومت لخوا له په مرګونو اقداماتو وځپل شول. داروپايی ټولنې هېوادونو په هغو ایراني افرادو او ادارو هم جلا بندیزونه تصویب کړل، چې په اوکراین کې یې د روسیې جګړه کې مرسته کړې. دغه بندیزونه چې د شتمنیو کنګل او دویزو بندیز په کې شامل دي د یادې ټولنې دسفیرانو لخوا تصویب شول او ټاکل شوې چې بهرنیو چارو وزیران به یې نن پنجشنبې رسما لاسلیک کړي. ایران کې وروستي لاریونونه د ډسمبر په ۲۸ مه د اقتصادي ستونزو او د بهرنیو اسعارو په وړاندې د ایراني ریال د رالویدو له امله په تهران کې پیل شول، وروسته یې د حکومت ضد لاریون بڼه غوره کړه او لمن یې ټول هیواد ته وغځیدله. د دغو لاریونو د ځپلو په ارتباط په کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني او ۱۴ نورو چارواکو بندیزونه ولګول شول. داسې ویل کیږي چې د دغو لاریونو په ترځ کې زرګونه کسان وژل شوي دي.



