د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې د کیوبا حکومت د اقتصادي ناورین له امله د نسکورېدو له جدي ګواښ سره مخ دی. د رویټرز د راپور له مخې چې د کیوبا اقتصاد تر ډېره د وینزویلا په تېلو او مالي مرستو ولاړ و، خو د هغه هېواد د ولسمشر، نیکولاس مادورو له نیولکېدو وروسته د کیوبا اقتصادي وضعیت مخ پر ځوړ روان دی. په راپور کې د ټرمپ له قوله خبرداری ورکړل شوی، چې د کیوبا حکومت به ډېر ژر نسکور شي. بلخوا ځینو رسنیو راپورونه ورکړي، چې دا مهال د ټرمپ په مشرۍ د امریکا اوسنی حکومت په کیوبا کې د نظام پر بدلون غور کوي او ډېر ژر به د دغه هېواد حکومت نسکور کړي. خو په ورته مهال بیا د کیوبا حکومت چارواکو ټینګار کړی، چې دوی به د خپل هېواد له ملي حاکمیت څخه دفاع ته دوام ورکړي. څه موده مخکې امریکا پر وینزویلا برید وکړ او د دغه هېواد ولسمشر، نیکولاس مادورو یې له ځان سره یوړو. د یادولو ده، چې وینزویلا تر ډېره له کیوبا سره د تېلو او مالي مرستې کولې او اوسمهال دغه مرستې ځنډول شوې دي.



