د طالبانو د محکمو پر جزايي اصولنامې د نیوکو په دوام کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمري ډيکارلو، د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس جېم رېش او د نړۍ تر ټولو ستر ملیاردر ایلن ماسک هم انتقادونه وکړل. د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر، جېم رېش، د طالبانو د محکمو د جزايي اصولنامې په اړه په تندو ټکو نیوکه وکړه. هغه وویل چې طالبان «افغانستان د غلامۍ دورې ته بیايي». د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې ولیکل چې طالبانو اوس په افغانستان کې د غلامۍ بېرته راګرځېدل تایید کړي او امریکا باید دا ډله له مالي سرچینو محرومه کړي. هغه وویل: «د طالبانو دا اقدام نه یوازې د امریکا له ګټو سره په ټکر کې دی او د هغو پوځي ځواکونو ته سپکاوی دی، چې هلته یې خدمت کړی، بلکې دا هم ښيي، چې دا ډله هره ورځ مخ په شا روانه ده.» همداراز، د نړۍ تر ټولو ستر میلیارد، ایلن ماسک، پر خپل یوه پوسټ د ایکسپاڼې د یوه کاروونکې پوښتنه بیا خپره کړې او ورته لیکلي چې «ښه پوښتنه ده» په دې پوسټ کې، د ایکسپاڼې یوه کاروونکي لیکلي، چې د «غلامۍ پخوانی نظام» چې په کې ماشومان د جنسي مرییانو او خدمتګارانو په توګه ساتل کېدل، په افغانستان کې په رسمي ډول بیا احیا شوی دی. هغه زیاته کړې: «کیڼ اړخي کسان چېرته دي، چې د دې اقدام پر ضد اعتراض وکړي؟ لاریونونه چېرته دي؟ ویناوې چېرته دي؟ … چوپتیا.» دا پوښتنه د ایلن ماسک تر هغه پوسټ لاندې په تبصرو کې لیکل شوې وه، چې د طالبانو تر ولکې لاندې د لوړو زدهکړو د سرپرست ملاندیم د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې یې خپور کړی و. ماسک د طالبانو د دې اقدام پر وړاندې پر چوپتیا نیوکه وکړه او ویې لیکل: «د دې پر ضد اعتراضونه چېرته دي؟» له بلې خوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د طالبانو د محکمو د جزايي اصولنامې په غبرګون کې ویلي، دا سازمان له واکمنې ډلې غواړي، چې تبعیضي قوانین او فرمانونه لغوه کړي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې، روزمري ډيکارلو، کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال له طالب چارواکو غوښتي، چې د ښځو پر ضد قوانین لغوه کړي.



