پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له افغانستان سره د ناروې ۹۹۰زره ډالري بشري مرسته

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان څانګې اعلان کړی، چې د ناروې حکومت افغانستان ته ۹۹۰زره امریکايي ډالره مرسته کړې ده. اوچا نن سې‌شنبه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې دا مرسته به په افغانستان کې د بېړنیو بشري بحرانونو د مدیریت او ځواب ویلو لپاره ولګول شي. یادې ادارې د افغانستان د بشري صندوق له لارې د نوې مرستې له امله د ناروې له حکومت څخه مننه کړې ده. د راپور له مخې، ناروې تر دې وړاندې هم څو میلیونه ډالره مرسته کړې وه، چې موخه یې د داخلي بې‌ځایه شویو او راستنېدونکو افغانانو ملاتړ و. دا په داسې حال کې ده، چې د ملګروملتونو اړوندو ادارو مخکې ویلي وو، چې په روان میلادي کال کې شاوخوا ۲۱ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

- Advertisment -spot_img