پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو واکمنۍ کې ښوونیز نظام له جدي ناورین دی

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ويلي، چې په افغانستان کې څه باندې ۹۰ سلنه ماشومان د ساده متن د لوستلو وړتیا نه لري. یونیسف سه شنبه د سلواغې پر۷مه، په یوه پیغام کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان ښوونیز نظام په خپل تر ټولو کړکېچن حالت کې دی. په دغه پیغام کې راغلي:«څه باندې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان نه شي کولای یو ساده متن ولولي، چې له زده کولو پرته ښوونځي ته د  تګ د ناورین نښه ده.» دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د لومړنیو زده کړو، سواد او حساب په برخو کې دوامداره پانګونه د هر ماشوم د بریالیتوب د تضمین لپاره اړینه ده. له دې سره هممهاله، یونیسف او یونسکو ویلي، چې ۲.۲ میلیونه نجونې له ښوونځي محرومې شوي دي. راپورونه ښيي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د هېواد ښوونیز نظام له جدي ناورین سره مخ دی.

- Advertisment -spot_img