پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو خوست کې ۳۶ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

د طالبانو د حکومت ستري محکمې ویلي، چې په خوست ولایت کې یې ۳۶ کسان د خلکو پر وړاندې په دُرو وهلي دي. یادې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان یې د نشه يي توکو، نامشروع اړیکو او اخلاقي فساد په تور له ۱۰ څخه تر ۳۹ درې وهلي دي. خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان دغه راز له یوه کال څخه تر دوو کلونو په بند هم محکوم شوی دی. دا یادونې وړ ده، چې پرون یک شنبه هم سترې محکمې په هرات کې یو کس د اخلاقي فساد په تور په دُرو وواهه او په بند یې هم محکوم کړ. که څه هم په کور دننه او د باندې په ځلونو په عام محضر کې خلکو ته د سزا په ورکولو نیوکې شوي او د بندېدو غوښتنې یې شوي، خو لاهم طالبان دا ډول سزاوو ته دوام ورکوي او په عام محضر کې خلکو ته سزاوې ورکوي.

- Advertisment -spot_img