د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې روزميري ډيکارلو افغانستان ته خپل رسمي سفر پای ته ورساوه. ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې ډيکارلو د دغه سفر پر مهال له طالب چارواکو، د ډیپلوماتیکې ټولنې له غړو، د مدني ټولنې له استازو او یو شمېر افغان ښځو سره لیدنې او خبرې کړې دي. آغلې ډيکارلو په ملګرو ملتونو پورې تړلو بنسټونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار د لګېدلو محدودیتونو، د ښځو له زده کړو، کار او په عامه چارو کې د ښځو له ګډونه د محرومیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د دغو محدودیتونو د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده. نوموړې همدارنګه پر دې ټینګار کړی، چې طالبان باید نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي، تر څو افغانستان بېرته نړیوالې ټولنې ته ور وګرځي او زیاته کړې یې ده، چې په دې برخه کې به خبرې او تعامل دواړه دوام ولري. ډيکارلو همدارنګه ټینګار کړی، چې د افغانستان له پولو او لارو څخه د بشري مرستو بېخنډه تېرېدنه د هېواد د بشري کړکېچ د حل لپاره حیاتي ارزښت لري. د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، پر ښځو، د نجونو پر زده کړو او په ټولنیزو او عامه برخو کې د هغوی پر حضور پراخ محدودیتونه لګول شوي، چې کورني او نړیوال غبرګونونه یې راپارولي دي.



