پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو پر جزايي لایحه د پاکستان د علماوو شورا نيوکه

د پاکستان د علماوو شورا اعلان کړی، چې په افغانستان کې د طالبانو د محکمو جزايي لایحه د قرآن او سنتو له لارښوونو سره سمون نه لري او د عدالت او انساني کرامت پر خلاف جوړه شوې ده. د پاکستان د «جګړې» ورځپاڼې د راپور له مخې، یادې شورا په یوه اعلامیه کې د طالبانو د ځینو هغو احکامو په اړه اندېښنه څرګنده کړې، چې ټولنه پر «ازادو» او «غلامانو» وېشي، او دا یې د اسلام له تعلیماتو سره په ټکر کې بللي دي. د پاکستان د علماوو شورا مشر، محمد طاهر محمود اشرفي، ټینګار کړی، چې د شریعت په اړه د طالبانو تفسیر د منلو وړ نه دی، ځکه اسلام د عدالت، رحمت او انساني کرامت دین دی. د طالبانو د جزايي لایحې له مخې، د ډلې د مشر له اوامرو اطاعت لازمي ګڼل شوی او له هغې سرغړونه جرم بلل کېږي. په لایحه کې راغلي، که چېرې افغان وګړي له دې احکامو سرغړونه وکړي، د دُرې وهلو او بند په څېر سزاوو سره مخ کېږي.

- Advertisment -spot_img