د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د ۲۰ اووره نړیوال جام نوی مهالوېش په رسمي ډول اعلان کړی، چې په کې د سکاټلېنډ د لوبو جزئیات هم شامل دي. د دغه مهالوېش له مخې، سکاټلنډ به د فبرورۍ په ۷مه د ویسټ انډیز پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته راووځي. په دوهمه لوبه کې به د سکاټلنډ لوبډله د فبرورۍ په ۹مه له ایټالیا سره مخامخ شي. د کرېکټ د نړیوالې شورا په وینا، دا لوبې به د ټاکلي مهالوېش له مخې په بېلابېلو ځایونو کې ترسره شي او ټولې لوبډلې به په پوره چمتووالي سره سیالیو ته داخلې شي. د کرېکټ نړیوالې شورا ویلي، چې د نوي مهالوېش له اعلان وروسته به هره لوبډله خپله تګلاره او چمتووالی وروستۍ کړي، او دا معلومات د کرېکټ مینهوالو ته هم ډېر مهم دي، څو وکولای شي د خپلو لوبډلو د ملاتړ لپاره له مخکې پلان جوړ کړي. د ټي۲۰ نړیوال جام نوي مهالوېش د نړۍ د کرېکټ په مینهوالو کې ځانګړې لېوالتیا راپارولې، ځکه تر دې مخکې ډېری مینهوالو د زاړه مهالوېش له مخې د سفر او د لوبو د لیدو ترتیبات کړي وو. اوس د نوي مهالوېش له مخې، هم لوبډلې او هم مینهوال باید خپلې طرحې بیا له سره تنظیم کړي. د سکاټلنډ لوبډله وروسته له هغه په دې سیالیو کې ځای کړل شوه، چې بنګله دېش په هند کې د نه لوبېدو په خاطر له سیالیو وایستل شو. هند او سریلانکا په ګډه د ۲۰۲۶ شل اوره جام کوربانه دي. په دې سیالیو کې شل لوبډلې په څلورو ګروپونو (اې، بي سي او ډي) کې له یو بل سره مخامخېږي. لومړۍ سیالي به د فبرورۍ په ۷ مه د پاکستان او نیدرلنډ (هالنډ) ترمنځ وي، په همدې ورځ به په دوهمه سیالۍ کې به سکاټلنډ او ویست انډیز او هند او امریکا سره مخامخ شي. د افغانستان لومړۍ سیالي به د فبرورۍ په اتمه له نیوزیلنډ سره وي. افغانستان په ډي ګروپ کې له نیوزیلنډ، کاناډا، جنوبي افریقا او متحده عربي امارات سره یوځای دی.



