د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د چین او کاناډا ترمنځ سوداګریزې هوکړې غوسه کړی او پر کاناډایي توکو یې د ۱۰۰ سلنه تعرفې لګولو خبرداری ورکړی دی.
ټرمپ ټینګار کړی، چې کاناډا باید له چین سره سوداګریزه هوکړه لغوه کړي، ځکه چین د کاناډا اقتصاد او ټولنیز جوړښت له منځه وړي.
د امریکا ولسمشر همداراز خبرداری ورکړی، چې کاناډا له چین سره سوداګریزه هوکړه لغوه نه کړي، امریکا به پر کاناډایي توکو ۱۰۰ سلنه تعرفه ولګوي. ټرمپ دا خبرداری داسې مهال ورکړی، چې تازه د کاناډا لومړی وزیر چین ته سفر کړی او له چینايي چارواکو سره یې د سوداګرۍ پراختیا په موخه هوکړه کړې ده. د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له دې هوکړې وروسته په ډېره غوسه ویلي ،چې چین به کاناډا ژوندۍ وخوري.
د یادولو ده چې د کاناډا او امریکا ترمنځ پر سوداګریزو توکو د تعرفو لګولو مسئلې له ډېرو کلونو راهیسې ګرمې دي، خو سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ له بیاځلي ننوتو وروسته دغو خبرو نور هم زور اخیستی دی. د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې پر ناټو هم ځینې نیوکې کړې او په وروستیو کې یې د ټرمپ کړنې خپلسرې بللې دي.



