په خیبر پښتونخوا کې افغان کډوالو ته ورکړل شوي د زیږون کارتونه لغوه اعلانيږي. رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله دغه راپورونه خپاره کړي دي. د راپورونو له مخې، د هغو افغان کډوالو نوملړونه چې پخوا د پاکستان په نادرا اداره کې ثبت شوي وو، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته لېږل شوي او ډېر ژر به دغه کارتونه لغوه اعلان شي. پاکستاني چارواکي وایي، دا اقدام یې د غیرقانوني فعالیتونو د مخنیوي لپاره کړی، ځکه د دوی په وینا یو شمېر افغان کډوالو له دغو اسنادو ناوړه ګټه اخیستې ده. چارواکي وایي ان تر دې چې ځینو کسانو د همدې اسنادو پر بنسټ سوداګریز فعالیتونه ترسره کړي او له چین سره یې هم تجارتي معاملې کړې دي. دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي، چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو اړوند خپلې پالیسۍ سختې کړې دي. له تېرو څو میاشتو راهیسې د ویزو د ورکړې او تمدید بهیر هم درېدلی او هره ورځ زرګونه افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته په جبري توګه راستنوي.



