د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوېټريش په نړۍ کې زدهکړو ته پرنهلاسرسي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د نړۍ په کچه ۲۷۲ میلیون ماشومان زدهکړو ته لاسرسی نه لري. ښاغلي ګوېټریش د زدهکړو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکلي د نړۍ په کچه ۲۷۲ میلیون تنه ماشومان د بېوزلۍ، تبعیض، جګړو، بېځایه کېدنو او طبیعي پېښو له امله زده کړو ته لاسرسی نه لري. نوموړي همدا راز زدهکړې انساني حق ګڼلی او د ماشومانو لپاره یې د یوه هر اړخیز او نوي ښوونیز سیسټم غوښتنه کړې ده. ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم په نړۍ کې زدهکړو ته د ماشومانو پر نهلاسرسي اندېښنه ښودلې وه او ټینګار یې کړی و، چې ټول ماشومان باید له زدهکړو او د زدهکړو له مناسب چاپېریال څخه برخمن شي. د یادونې وړ ده، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې هم په افغانستان کې میلیونونه نجونې له زدهکړو بېبرخې دي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې یې پرمخ تړلې پاتې دي.



