پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ملګرو ملتونو مرستاله کابل ته راغلې

د سولې او سیاست په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري دیکارلو کابل ته راغلې ده. د یو شمیر رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې نوموړې به نن د طالبانو له یو شمېر مشرانو سره خبرې وکړي. نژدې اوونۍ مخکې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې خبرې غونډې ته د اغلې دیکارلو د دې سفر په اړه ویلي وو، چې هدف یې د دوحې پروسې تعقیبول دي. دا پروسه د ٢٠٢٣ کال په مې میاشت کې سرمنشي انتونیو ګوتیریش پيل کړه، چې موخه یې له افغانستان سره د نړیوالو اړیکو همغږي کول دي. د دې پروسې په لومړیو دوو غونډو کې په افغانستان کې پر بشري حقونو، د ښځو پر حقونو او بشري مرستو تمرکز شوی و.

- Advertisment -spot_img