پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغانستان کې د ښوونځیو د ودې په موخه د اروپايي ټولنې ستر ملاتړ

اروپايي ټولنې اعلان کړی، چې هڅه کوي په افغانستان کې ټولو ماشومانو ته د خوندي او باکيفیته زده‌کړو فرصتونه رامنځته کړي. یادې ټولنې ويلي، د ماشومانو د ساتنې له سازمان سره په شریکه د فخر پروژې په چوکاټ کې د ماشومانو د زده‌کړو او خوندیتوب په برخه کې ۶ میلیونه یورو پانګونه کوي. دغه راز اروپايي ټولنې د یونسکو د ۴.۷ میلیونه یورو په همکارۍ په شپږو ولایتونو کې ۷ زره او ۵۰۰ نویو ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړې ده. اروپايي ټولنې ویلي، تر دې مهاله يې نږدې ۲۰ میلیونه یورو د خوړو نړیوال پروګرام له لارې په افغانستان کې په ښوونځیو کې د خوړو لپاره ځانکړې کړې دي. د یادې ټولنې پر وینا، د یونیسف له لارې په افغانستان کې ۲۵ میلیونه یورو پانګونه کوي؛ تر څو ډاډ تر لاسه کړي، چې دولتي ښوونځي د زده‌کړو لپاره مناسب چاپېریال ولري.

- Advertisment -spot_img