د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې اعلان کړی، چې په تېرو دوو ورځو کې د سختو واورو او بارانونو له امله د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۱ کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د دې ادارې ویاند، محمد یوسف حماد، رسنیو ته ویلي چې دغه پېښې د پروان، بامیانو، میدانوردګو، کندهار، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې رامنځته شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې د انساني تلفاتو ترڅنګ، اورښتونو ۹ کورونه ویجاړ کړي، ۱۱ کورنۍ زیانمنې شوې او د نامساعدو هوايي شرایطو له امله د ۵۳۰ رأس څاروي هم تلف شوي دي. حماد ټینګار کړی چې له پرون راهیسې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د واورې او باران اورښتونه دوام لري او د هوا خراب وضعیت د سالنګ لویه لاره او په یو شمېر ولایتونو کې نورې مواصلاتي لارې تړلې دي. دغو اورښتونو همدارنګه د هېواد بېلابېلو سیمو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې رامنځته کړې او د مرستو رسولو بهیر یې اغېزمن کړی دی.



