د العربیې د راپور له مخې، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د داووس نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې سره ليدلي. په دې لیدنه کې د غزې مسئله، د اوربند بهیر او د دې سیمې د بیا رغونې موضوع تر ټولو مهم بحثونه وو. السیسي په دې لیدنه کې د ټرمپ د هغې طرحې ملاتړ کړی، چې موخه یې د سیمهییزو شخړو د حل لپاره د «سولې شورا» جوړول دي، او د غزې په تړانګه کې د اوربند د ترلاسه کېدو او د تړون د دوهم پړاو د پلي کېدو په برخه کې یې د امریکا رول وستایه. نوموړي همدارنګه اعلان وکړ چې مصر چمتو دی د «فلسطین ملي کمېټې» بشپړ ملاتړ وکړي، هغه کمېټه چې د غزې د تړانګې د ادارې مسئولیت لري او د غزې د بیړنۍ بیا رغونې او فلسطیني خلکو ته د بشري مرستو د زیاتولو پر اړتیا یې ټینګار وکړ. ډونالډ ټرمپ هم د سیمې د ثبات پر اهمیت ټینګار وکړ او د اوربند د اسانتیا او په غزه کې د وضعیت د مدیریت په برخه کې یې د مصر د رول ستاینه وکړه. د لیدنې په پای کې، دواړو لورو یو ځل بیا د غزې د بیا رغونې د چټکتیا او د دې سیمې د خلکو د بشري اړتیاوو د پوره کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.



