اروپايي پارلمان پرېکړه کړې، چې له امریکا سره د اروپايي ټولنې پر سوداګریز تړون کار په موقتي توګه وځنډوي. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګرینلنډ د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه او پر ځینو اروپايي متحدینو یې د تعرفو لګولو ګواښ وکړ. اروپايي پارلمان پر هغو قانوني وړاندیزونو بحث کاوه چې له مخې یې د امریکا پر ګڼو توکو د اروپايي ټولنې وارداتي ګمرکي محصول کمېدل، چې دا د هغه سوداګریز تړون مهمه برخه ده چې د جولای په پای کې د سکاټلنډ په ټرنبېري کې شوی و. په دې وړاندیزونو کې د امریکا پر لابسټر د صفر ګمرکي محصول دوام هم شامل و، چې دا لومړی ځل په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ له خوا منل شوی و. دا وړاندیزونه د اروپايي پارلمان او د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو د حکومتونو تصویب ته اړتیا لري. خو یو شمېر اروپايي قانون جوړوونکي وایي چې دا تړون یو اړخیز دی، ځکه اروپايي ټولنه زیاتره وارداتي مالیات کموي، خو امریکا لا هم د ۱۵ سلنې پراخ تعرفوي نرخ ساتي. سره له دې، ځینو غړیو مخکې چمتووالی ښودلی و، چې دا تړون د ځینو شرطونو تر پوره کېدو وروسته ومني، لکه د ۱۸ میاشتو لپاره د اعتبار ټاکل او د امریکا له لوري د وارداتو د احتمالي زیاتوالي پر وړاندې د غبرګون اقدامات شاملول. د اروپايي پارلمان د سوداګرۍ کمېټه ټاکل شوې وه، چې د جنورۍ په ۲۶ او ۲۷ مه نېټه پر دې موضوع رایه ورکړي، خو دا رایه اوس تر بلې پرېکړې پورې ځنډول شوې ده.



