چهارشنبه, مارچ 4, 2026
چهارشنبه, مارچ 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بریتانیا افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره ٨ میلیونه پونډه ځانګړي کړي

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبر ورکړی، چې بریتانیا دغه بنسټ، فایو او د خوړو نړیوال سازمان ته اته میلیونه پونډه ځانګړې کړې څو په افغانستان کې د ماشومانو او میندو له خوارځواکۍ مخنیوی وشي. نوموړي سازمان راپور ورکړی، چې په افغانستان کې ښايي د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې له پنځو کالو کم عمره شاوخوا ۳.۷ میلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي. د راپور له مخې، له دې ډلې به ۹۴۲ زره ماشومان پر شدیدې خوارځواکۍ او ۷۰۰ نور د خوار ځواکۍ پر منځنۍ کچې اخته شي. یاد سازمان ویلي، چې څه باندې یو میلیون امیدواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې به هم له خوارځواکۍ سره مخ شي. یونیسف زیاته کړې، چې د بریتانیا مرسته «د افغانستان د لومړنۍ تغذیې نوښت» ملاتړ کوي چې موخه یې له۶ تر ۲۳ میاشتو ماشومانو او امیدواره او شیدې ورکوونکو مېرمنو ته د سالمو خوړو برابرول دي. د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق زیاته کړې، چې دا پروګرام به له دوه کلنۍ کم عمره څه باندې ۱۵۰ زره ماشومان مخامخ تر پوښښ لاندې راولي.

- Advertisment -spot_img