اروپايي کمېسیون اعلان کړی، چې د ۲۰۲۶ کال لپاره به افغانستان، پاکستان او ایران ته ۱۲۶ میلیونه یورو ځانګړي کړي. دا مرسته د اروپايي تولنې د ۱.۹ میلیارد یورو د بستې یوه برخه ده. یاده مرسته به په ټوله نړۍ کې بشري بحرانونو او په دې هېوادونو کې د خوړو، طبي او بیړنیو خدماتو چمتو کولو لپاره وکارول شي. اروپايي کمېسیون پرون چهارشنبه ویلي، چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۲۳۹ میلیونه خلک اوس مهال بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او د خوړو کمښت، ناامني او طبیعي پیښو په ګډون بېلابېلو بحرانونو د میلیونونو خلکو ژوند اغېزمن کړی دی. د دغه کمېسيون په وينا، دا بودجه په داسې حال کې ځانګړې کېږي، چې ۲۳۹ ميليونه انسانان بشري مرستو ته اړتيا لري. افغانستان، پاکستان او ایران ته ځانګړې شوې مرستې کې د اغېزمنو اشخاصو او کورنیو لپاره د خوړو، طبي او بیړنیو خدماتو ملاتړ شامل دی، چې د بشري بحرانونو څخه اغیزمن شوي دي. د اروپايي کمېسيون د برابرۍ، چمتووالي او د ناورين د مديريت کمېشنرې هادجا لهبيب دا ژمنه د داووس د نړيوال اقتصادي فورم په غونډه کې کړې، څو د عمومي بوديجو د بشپړولو لپاره له خصوصي سکټوره مالي سرچينې او نوښتګرې حللارې راجلب کړي. لهبيب ويلي: «بشري نظام له بېساري فشار سره مخ دی او يوازې عامه مالي تمويل د دې ناورین د پراخو اړخونو د ځواب لپاره بسنه نه کوي.» اروپايي ټولنې ټینګار کړی، چې دا مرسته به له بشري لومړیتوبونو سره سم او د نړیوالو او سیمهییزو سازمانونو په همکارۍ ووېشل شي. بل خوا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اټکل له مخې، د روان کال تر پايه به د بېځايه شويو کسانو شمېر له ۱۳۶ ميليونو څخه واوړي. دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال لپاره په افغانستان کې د بشري اړتياوو د پوره کولو لپاره د شاوخوا ۱.۷ ميليارده امريکايي ډالر غوښتنه کړې ده.



