پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: زما په اړه به د ایران هر ډول اقدام ویجاړوونکې پایلې ولري

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرداری ورکړی، چې که ایران هڅه وکړي د هغه ژوند وګواښي، نو متحده ایالات به یو «ویجاړوونکی» غبرګون وښيي چې ښايي د ایران د بشپړې نابودۍ سبب شي. هغه ویلي : «ما داسې لارښوونې صادرې کړې، چې که هر ډول ګواښ موجود وي، ټول هېواد به هدف وګرځول شي.» ټرمپ په وروستیو اوونیو کې، له هغې وروسته چې په ایران کې پراخ لاریونونه وشول او لږ تر لږه سلګونه کسان پکې ووژل شول، د ایران پر ضد د پوځي انتخاب یادونه کړې وه. په تهران کې د ایران رهبر علي خامنه‌يي، ټرمپ د مرګونو لاریونونو د پارولو له امله «مجرم» بللی او ویلي یې دي چې باید سزا ورکړل شي. تر دې مخکې هم ټرمپ ویلي وو، د دې وخت رارسېدلی، چې په ایران کې د نوي مشرتابه په لټه کې شي. همدارنګه د ایران د وسله‌والو ځواکونو ویاند خبرداری ورکړی، چې د هېواد پر رهبر هر ډول برید به له سخت غبرګون سره مخ شي او «د دښمن لپاره به هېڅ خوندي ځای پاتې نه شي». د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی د لاریونونو د ځپلو او د دواړو لوریو د ګواښونو له امله لا هم دوام لري، او د ایران د مجلس د ملي امنیت کمېسیون اعلان کړی، چې د هېواد پر رهبر هر ډول برید د «جهاد یا سپېڅلې جګړې» د پیل معنا لري.

- Advertisment -spot_img