د ملګرو ملتونه د بشري حقونو شورا د را روانې جمعې په ورځ په ایران کې د “معترضینو پر وړاندې د شوي تاواتریخوالي” په اړه اضطراري غونډه جوړوي. رویترز خبري اژانس لیکي،”هغه لیک يې ترلاسه کړی، چې په ملګرو ملتونو کې د ایسلنډ سفیر اینارګونارسون یو شمیر هېوادونو له هغې ډلې بریټانیا او جرمني ته استولی او د ایران په اړه د دغه غونډې غوښتنه په کې شوې ده”. د لیک له مخې،”د یوې ځانګړې غونډې جوړول ضرور دي، ځکه په ایران کې معترضین ځپل شوي او نړیوال قوانین نقض شوي دي”. ملګرو ملتونو تایید کړې، چې دغه غونډه د جمعې په ورځ ده او تراوسه ۲۱هېوادونو د ایران په اړه د دې غونډې سره موافقه کړې ده. بل پلو، د بشري حقونو د څار سازمان په ایران کې “ټولوژنه غیرقانوني” بللې او په اړه يې د څیړنې غوښتنه کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي د دغې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.



